کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني دډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو وتلى او سابقه لرونکى جنرال تورنجنرال ارکانحرب محمد فاروق هوتک چې دافغانستان دوخت داردو په مهمو او کليدي پستونو کې يې خدمت کړى و دهغې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه په حق رسيدلى دى.
دارواښاد دمړينې له امله دده کورنۍ ، دوستانو او دملي دفاع وزارت منسوبينو ته ډاډګيرنه وايم او دالله ج له دربار څخه اروښاد ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .
0 د یوې دقیقې څخه لږ