کابل- باختر دسلواغي اتلسمه:
په اروپايي هيوادونوکې د فرهنګيانو د نړيوال مرکز د رهبري کميټې د ستاينې لوحه د باختر اژانس رييس، خليل مينوي ته ورکړه .
دغې کميټې په هغه ليک کې چې باختر اژانس ته يې ليږلې دي؛ د ستاينې د دغې لوحې د ورکولو انګيزه په رسانه يي برخه کې د باختر اژانس د رييس صادقانه خدمتونه بللي دي او ويلي يې دي چې په اروپا کې د افغان فرهنګيانو د رهبري کميټه د ستاينې د دغې لوحې په ورکولوسره، د هيواد د مطبوعاتو د تاسو مخکښانو قدرداني کوي او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه د فرهنګ د تاسو مشعل دارانو او د صداقت او رښتينولي د مکتب د لارويانو د لازياتو برياليتوبونو هيله کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ