روغتیا

حامدکرزي په افغانستان کې دپوليو د له منځه وړلو په باب له بل ګيتس سره تيلفوني خبرې و کړې.

کابلباختردجوزا١٨
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي دتيرې پنجشنبې په ماښام دمايکروسافت شرګت اودبيل اومليندا ګيتس دخيريه مرکز له موسس ښاغلي بل ګيتس سره دپولو دله منځه وړلو په برخه کې زياتو هڅو ته داړتيا په باب خبرې و کړې.
دجمهور رئيس د ويندوى دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ: په دې تيلفوني اړيکه کې د هيواد جمهور رئيس په نړۍ اوافغانستان کې دپوليو دله منځه وړلو په برخه کې د ښاغلي بل ګيتس دهڅو او هاند له امله دقدرداني په ترڅ کې وويل چې له ده سره په دې باب چې دپوليو داواکسيناسيون بهير بايد ګړندى شي ،موافقه لري.
حامد کرزي ټينګاروکړ ددې لپاره چې په افغانستان کې دپوليو پرضد مبارزه لازياته اغيزمنه وي دهغو ولايتونو له واليانو سره دې له هرو دريو مياشتو وروسته غونډې جوړې شي چې لا تراوسه پورې هم ددغې ناروغي موارد پکې شته.
دبيل اودمليندا ګيتس خيريه مرکز دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له پوليو سره دمبارزې په خاطر يو لړ پروژې پيل کړي دي او له هغو هلوځلو سره مرسته کوي چې په افغانستان او پا کستان کې دپو ليو د له منځه وړلو په لاره کې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته