نړۍ

په اټومي خبروکې دايران دغوڅ سختوالي په باب دامريکا خبر دارى

واشنګتن باختر د چنګاښ  پنځلسمه :
  دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري وويل چې په څو وروستيو ورځو کې له ايران سره په خبروکې رښتيني  پرمختګونه ترلاسه شوي دي  خو ټينګار يې وکړ چې ځينې جدي اختلافونه اوس هم پاتې دي .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:جان کري ټينګار وکړ که چيرې  په راتلوونکو ورځو کې سخت تصميمونه   ونيول شي موافقه به ترلاسه شي خوکه چيرې ښه موافقه ترلاسه نه شي او ايران سخت سختوالي وښيي امريکا چمتو ده چې   له خبرو څخه ووځي .
  دامريکا دبهرنيو چارو وزير وويل : هلې ځلې کوو سبا دسه شنبې  په ورځ نتيجې ته ورسيږو، تر دغې  ورځې پورې مهلت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته