ښوونه او روزنه

دجمهور رييس مرستيال دولايتونو دليک لوست دزده کړې له امرانوسره په کتنه کې : دليک لوست دزده کړې تشويقي او دجبري کولو سياستونه به عملي کړى شي .

کابل باختر دليندي  دويمه :

دولايتونودليک لوست دزده کړې امرانو دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړې دمعين په ملګرتيا نن له غرمې وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست له دويم مرستيال او دليک لوست دزده کړې  دملي کميټې له رييس قانونپوه سروردانش سره وکتل او دليک لوست دزده کړې له برخې سره يې دجمهور رييس دمرستيال دملاتړغوښتنه وکړه .

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دجمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې دولايتونودليک لوست دزده کړې  دامرانو دهڅو او هاند له امله دقدردانۍ  دڅرګندولو په ترڅ کې وويل ددولت هوډ دا دى چې دليک لوست زده کړه دپوهنې وزارت له يوه فرعي پروګرام څخه وايستل  شي او په يوه ملي بهير بدل شي .

ده زياته کړه حګومت  دليک لوست دزده کړې دعمومي کولو لپاره يوشمير پلانونه ترلاس لاندې لري چې تشويقي سياستونه او دغه راز دهيواد په کچه  دليک لوست دجبري کولو سياستونه يې له مهمو سياستونو څخه دي .

قانونپوه سروردانش دغه راز دليک لوست دزده کړې  دامرانو ددندې دارزښتناک بللو په ترڅ کې وويل دښوونې او روزنې په برخو کې  په تيره بيا دليک لوست دزده کړې په برخه کې دنده مقدسه  دنده او ديني تکليف اوملي وجيبه ده .

  ده زياته کړه هغه لومړى آيت چې داسلام په ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي  نازل  شوى دى ددوو عناصرو قرائت  او قلم اودلوستلو او ليکلو يادونه کړې ده .

دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت په کابينه کې دليک لوست دزده کړې دملي کميټې  او دغه راز دعلمي او فرهنګي کميټې جوړول د ښوونې او روزنې په تيره بيا د ليک لوست دزده کړې داهميت نښه نښانه او دغه راز  دبې سوادۍ دله منځه وړلو په لاره کې  ددولت دهوډ او عزم نښه نښانه ده .

ده ټينګار وکړ دليک لوست دزده کړې  ملي کميټه او دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړې  په برخه کې يولړ منظم او منسجم پلانونه لري چې اصلي عملي  کوونکي يې دسيمه ئيزو ادارو په مرسته په ولايتونوکې دليک لوست دزده کړې امران او دپوهنې رياستونه دي .

په دې کتنه کې دغه رازدافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دپوهنې  وزارت دليک لوست  دزده کړې  معين او دولايتونو دليک لوست دزده کړې  يوشمير امرانو دجمهور رييس له مرستيال سره دکتنې له امله دخوښۍ   دڅرګندولو په ترڅ کې دليک لوست دزد کړې دبرخې ستونزې اوچلنجونه بيان کړل او دليک لوست دزده کړې له پروګرامونو او پلانونو سره يې دحکومت په  تيره بيا دجمهوري رياست ددويم مرستيال  دملاتړ غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته