سیاست

دفرانسې لرغونپوهنې هيئت په لرغونو تحقيقاتو او دتاريخي ابداتو دويجاړتيا په مخنيوي کې له افغانستان سره همکاري کوي .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
په افغانستان کې دفرانسې لرغونپوهنې هيئت نن دجمهور رييس له مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل او ددافا په نامه داړونده بنسټ د فعاليتونوپه باب يې معلومات ورکړل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دغه هيئت  ، افغانستان له هغو هېوادونو څخه وباله چې په تاريخي لحاظ زيات بډاى دى او په دغه هېواد کې دلرغونپوهنې د تحقيقاتو مهمې موضوعګانې شتون لري .
دفرانسې لرغونپوهنې هيئت  دافغانستان په بيلابيلو سيمو کې دلرغونپوهنې دپروژو دتطبيق او په افغانستان کې ديونسکو له فرهنګي سازمان سره ددغه بنسټ دهمکارۍ خبر ورکړ او ويې ويل چې له ترسره شويو څيړنو او تحقيقاتو څخه ترلاسه شوي معلومات دافغانستان دلرغونپوهنې  په نقشه کې  زياتوي .
  فرانسوي هيئت دتاريخ او لرغونپوهنې په باب دښوونځيو زده کوونکو ته دمعلوماتو دروکولو لپاره دلازمو اسانتياوو برابرول .  په افغانستان کې ددافا دبنسټ  دفعاليتونو يوه بله برخه وبلله او زياته يې کړه که څه هم دافغانستان خلکو ته دښار جوړولو ، دمواصلاتي واټونو دجوړولو ،دکانونو دراايستلو په ګډون دمواردو او دنورو مواردوپراختيا او انکشاف يو ضرورت دى خوښه به دا وي چې ددغه شان پرژو له تطبيق مخکې دلرغونپوهنې  لازمې څيړنې هم وشي چې لرغونو اثارو ته دزيان رسيدو او دتاريخي اماکنو  دويجاړتيا مخه ونيول شي
ددوى دڅرګندونوله مخې دافغانستان دلرغونپوهنې دنقشې برابرول او جوړول او دهغو سيمو په باب دلازمو معلوماتو راټولول  چې لرغونې اثار پکې شتون لري يوضرورت دى او داکارکولاى شي دلرغونو اثارو د اکتشاف په نسبت  دافغانستان دحکومت دملحوظاتو له فهم سره مرسته وکړي .
  دغه هيئت  په لرغونو ساحو کې دکرنيزو ځمکو پراختيا ، دودانيو جوړول  ، دغونډيو دپاسه دمخابراتي انتنونو درول ، غير قانوني کيندنې او په جنګي  سيمو کې دلرغونو اثارو قاچاق د تاريخي ابداتو دساتنې دلارې پرسر پراته خنډونه او چلنجونه وبلل او په دغو برخوکې يې دافغانستان دحکومت په جدي پاملرنې  باندې ټينګار وکړ .
دفرانسې  دلرغونپوهنې  هيئت دلرغونو  څيړنو دترسره کولو او دتاريخي ابداتو دويجاړتيا دمخنيوي په لاره کې دافغانستان له دولت سره دمرستې لپاره خپل تيارى اعلام کړ او ويې ويل چې دبشري ځواک دظرفيت دلوړولو او دغه راز په باميانو ښار کې دلرغونپوهنې ديولابراتوار دجوړولو په لاره کې به هم دافغانستان له دولت سره مرسته وکړي .
په مقابل کې دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش ، دافا يوله هغو بنسټونو څخه وبلله چې ددواړو هېوادونو افغانستان اوفرانسې ترمنځ دفرهنګي اړيکو په پراختيا کې مهم رول لري .
ده په تيرو وختونوکې دحقوقي او اداري نظام په ګډون برخو کې ددواړو هېوادونو مشترکاتو ته په اشارې سره وويل: که څه هم په وروستيو کلونوکې ددواړو هېوادونو ترمنځ حقوقي او اداري برخو کې همکاري کمه وه خو دوروستي يوې پيړۍ  په اوږدو کې  په فرهنګي برخه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دايمي همکاريو شتون درلود .
  دجمهور رييس مرستيال په اړوندو برخو کې ددافا بنسټ دهڅو له امله دقدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې وويل چې افغانستان په جغرافيايي  لحاظ په داسې سيمه کې  موقعيت لري  چې اوږد تاريخ  او لرغونتيا لري خو له بده مرغه  په  څه دپاسه وروستيو څلورو لسيزو کې د حکومتونو له خوا دلرغونواکتشافاتو په باب لازمه پاملرنه نه ده شوې .
  دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونوله مخې  سره له دې چې په ځينو قوانينو  کې دلرغونو اثارو دساتنې او دتاريخي اماکنو  دويجاړتيا دمخنيوي په باب  دومره اټکلونه  نه دي  شوي خو هغه څه چې نن ديوې جدي ستونزې په توګه طرحه دي، دادي چې تراوسه پورې په دې برخه کې اجراييوي او عملي جوړښتونه شتون نه لري .
ده ددافا له بنسټ څخه وغوښتل که چيرې ديوه عملي جوړښت دلرلو په لاره کې مشخص وړانديز لري  هغه دې دافغانستان له حکومت  سره طرحه کړي .
قانونپوه دانش دپراختيا چټک بهير او دغه راز  دښارونو دماستر پلان بيا څيړنې ته په پاملرنې  سره ، دلرغونپوهنې تحقيقات او دلرغونپوهنې له نقشې سره دپراختيايي پرژو سمون يو اساسي لومړيتوب وباله .
دجمهور رييس مرستيال دباميانو دويجاړې شوې بودا په بيا جوړولو او په هېواد کې دنورو تاريخي اثارو په پيژندنه کې ددافا بنسټ په همکارۍ باندې تينګار وکړ او دلرغونپوهنې په برخه کې يې دبشري ځواکونو دظرفيت په لوړولو کې ددافا  بنسټ رول اغيزمن وباله .
ددافا بنسټ دفرانسې هېواد يو ډير مهم څيړنيز مرکز دى چې په ١٩٢٢ ميلادي کال کې دافغانستان دوخت دحکومت له هوډ سره سم ددواړو هېوادونو ترمنځ  دلرغونو ساحو او دتاريخي مرکزونو څيړنيز او تحقيقاتي قرارداد  لاسليک شوى دى .
دغه بنسټ دلرغونپوهنې  او دتاريخي اماکنو ، لرغونو ساحو او دلرغونو اثارو دويجاړتيا او زيانمن کيدو دمخنيوي په باب دلازمو تمهيداتو په اړوند دکابل ، هرات ، باميانو ، بلخ ، قندهار او ننګرهار په ګډون ولايتونو او دهېواد په نورو سيموکې پراخې څيړنې او تحقيقات کړي دي او  همدا اوس هم دغه بنسټ په افغانستان کې دلرغونپوهنې  فعاليتونه ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته