ورزش

ورزشي سيالۍ ترسره شوې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د المپيک ملي کميټې نن په کابل کې يو لړ سيالۍ ترسره کړې.
دغه سيالۍ چې د ثانوي تخنيک په انستيتوت کې ترسره شوې؛ له تير او کمان سره د نښې ويشتل، جمناستيک، کرکټ ، واليبال او فوټبال په ګډون بېلابېلې ورزشي لوبې پکې شاملې دي چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
د المپيک د ملي کميټې د خپرونو مسوول جاويد وفا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې د ورزشکارانو د زياتې هڅونې په مقصد پيل شوې دي؛ د نجونو او هلکانو په ګډون زرو تنو ورزشکارانو پکې ګډون کړى دى .
د دغو سياليو د پرانستلو په مراسموکې د المپيک د ملي کميټې مرستيالانو او سکرترجنرال او د ورزشي فدراسيونونو رييسانو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته