ښوونه او روزنه

په غزني کې په سلوکې ۳۰ ښوونځي تړلي دي

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : د غزني ولايت اوسيدونکي وايي چې ددغه ولايت په سلوکې ۳۰ ښوونځي تړلي او په زرګونه تنه زده کوونکي له ښوونځي څخه بې برخه شوي دي . د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د غزني ولايت اوسيدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې په غزني ښار د ډار اچوونکو بريدونو په بهيرکې يو زيات شمېر ښوونځي د دښمن له خوا سوځول شوي، په هغو راکټي بريدونه شوي او يا هم ويجاړ شوي دي. دوى وايي: د غزني ولايت په زياترو ولسواليوکې ښوونځي غير فعال دي او د خلکو د دښمنانو له خوا سوځول شوي دي . د پوهنې وزارت د خپرونو رييس کبيرحقمل رسنيو ته وويل: په غزني ولايت کې هغه سيمې چې د مخالفينو تر ادارې لاندې دي، د هغو سيمو ښوونځي تړلي دي . او موږ د دغو ستونزو د لرې کولو په لاره کې موږ د امنيتي بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوو . له بله پلوه دکورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي وويل چې د ډار اچوونکو له شتون څخه د غزني ولايت د نورو سيمو د پاکولو لپاره عمليات پيل شوي او ډير ژر به تعليمي او د ټولنيزو او بشري خدمتونو مرکزونه پرانستل شي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته