کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان د کراچۍ له زندان څخه د ۱۸ کلونو کم عمره د دیني مدرسې ۲۴زده کوونکو د خوشې کولو او هېواد ته یې د راستنېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي، چې دغه زده کوونکي د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او له خوشې کېدو وروسته د تورخم سرحدي کرښې له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان د تورخم سرحدي آمریت کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو په موخه د سرلوړي افغانستان موسسې ته ور پېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د پاکستان له بند خونو په سلګونو کسان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.