کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکترعبدالله عبدالله نن په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي تاداميچي ياماماتو سره وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې ياماماتو نيويارک ته د خپل سفر او د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا غړو ته د خپل رپوټ په باب د هېواد اجرائيه رئيس ته معلومات ورکړل.
په کابل کې د ملګرو ملتو د سازمان استازي وويل چې د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا د غړو پيغام دا دى چې په افغانستان کې سياسي ثبات د ټولو لورو د مشارکت له لارې رامنځته کيداى شي .
تاداميچي ياماماتو وويل چې نړيواله ټولنه تروريزم ته نه تسليميږي او د افغانستان ملاتړ کوي .
دغه راز د هېواد اجرائيه رئيس د افغانستان د قضيو د حل او فصل کولو لپاره د ملګرو ملتو سازمان د هلوځلو له امله مننه وکړه.
د يوبل خبرله مخې :
د هېواد اجرائيه ډاکترعبدالله عبدالله نن په کابل کې د فنلند جمهوريت له سفيرې ميرمن ان ميسکنن سره د مخه ښې کتنه وکړه.
ميرمن ميسکنن د افغانستان او فنلند ترمنځ اړيکې دوستانه او ښې وبللې او د افغانستان د دفاعي ځواکونو د پياوړتيا په برخه او د دغه هېواد د بيا رغاونې په برخوکې له افغانستان سره د خپل هېواد په مرستو ټينګار وکړ.
ميرمن ميسکنن په افغانستان کې د خپل خدمت دوره ډيره ښه دوره وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې د سفيرې او د افغانستان د خلکو د غږ په توګه په بهرکې د افغانستان په ګټه کارکوي.
1 1 دقیقه لوستل