امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان د هيواد په ختيځ کې ووژل شول

 کابل باختر دوري دمياشتې  ١٤ :
شپږتنه وسله وال طالبان د هيواد په ختيځ کې له امنيتي ځواکونو سره په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه نښتې تېره شپه دکونړ او نورستان د ولايتونو په شيګل او کامديش ولسواليو کې هغه وخت رامنځته شوې چې يوه ډله وسله وال طالبان د پوليسو په سرحدي پوستو بريدونه وکړل.
د هيواد د سرحدي پوليسو يو قوماندان د باختر خبري آژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه نښتې هغه وخت پيل شوې چې يوه ډله وسله وال طالبان د ډيورند له کرښې اخوا څخه د افغان امنيتي پوليسو په پوستو بريدونه وکړل.
ويل کيږي: د نښتو په پاى افغان امنيتي ځواکونو د وسله والوطالبانو يوه اندازه چاوديدونکي توکي او څو جنګي وسايل  هم ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته