امنیت

٩ تنه تروريست طالبان په قندهار او زابل کې ووژل شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دهيواد په ځينو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په محاربوي عملياتو کې ٩ تنه تروريست طالبان ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل :- په تيرو ٢٤ ساعتو کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ ځواکونو له نورو امنيتي ځواکونو سره دکندهار ولايت دغورک او ميوند،د زابل ولايت د ارغنداب او د ارزګان ولايت دترينکوټ ولسواليو په مربوطاتو کې محاربوي عمليات ترسره کړل.
چې له امله يې ٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول په دغو عملياتو کې د دښمن يوه داشکه يو ډاډسن ډوله موټر ويجاړ او دوسايطو ضد يو ماين کشف او شنډ کړى شو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته