ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور دازموينې نتيجې اعلام شوې .

کابل باختر د زمري  اوومه :
دهېواد دلوړو زده کړو په موسسو  او پوهنتونونوکې  ددولسمو ټولګيو دفارغانو  دشموليت دازموينو نتيجې نن دلوړو زده کړو وزارت له خوا په يوه غونډه کې اعلام شوې .
  دباختراژانس  دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې دلوړوز ده کړو وزارت  سرپرست  ډاکتر عبداللطيف روشان  دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې  دشموليت دازموينو  دبهير په اړوند معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې د لوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونو کې دشموليت  دکانکور په ازموينه کې دکابل ښار دشهيد عبدالرحيم ليسې  فارغ رضا رفعت دعوض زوى  د ٣٤٤ اعشاريه ٢٤٨ نمروپه ترلاسه کولو سره  دروان کال دکانکور دازموينو لوړې نمرې  گټلي دي او دکابل  طبي پوهنتون ته يې لاره وموندله .
  دلوړو زد کړو وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې  د١٣٩٥ کال  دازموينوبهير  دتيروکلونو په پرتله  شفاف و او دازموينو  دلازيات  معياري کولو په لاره کې  دلوړو زده کړو وزارت پرله پسې هلې ځلې کوي
ده دغه راز زياته کړه چې دلوړو زد کړو وزارت هوډمن دى چې دهېواد په  پوهنتونونو په چوکاټ کې داړتيا وړ نوي پوهنځي زيات کړي .
  دلوړو زد کړو وزارت وياند حامد عبيدي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت  په ازموينوکې سږ کال  دهېواد دګوټ ګوټ څخه  يوسلو اووه اتيا زرو نهه سوه  شپږو تنو داوطلبانو نومونه ليکلي و  چې له دې جملې څخه يوسلو نهه شپيته زره پنځه سوه نهه ويشت تنه په ازموينه کې شامل شول او له دې جملې څخه ١٤٧٥٣٠ تنه يې  چې  له ١٥٠ نمرو څخه لوړې ترلاسه کړي دي  ، بريالي شوي دي .
  ده زياته کړه له هغو کسانو څخه چې ازموينه يې  په برياليتوب سره تيره کړه  ٦٠٦٢٥ تنه يې دهېواد په پوهنتونونو او دلوړ و زده کړو په موسسو کې او  ٣١٦٣٩ تنه نور  يې دنيمه لوړو زده کړو په موسسو کې او له دې جملې څخه  ٥٥٢٦٦ تنو يې  په پوهنتونونو او دخصوصي لوړو زدکړو  په موسسو کې جذب شوي دي .
دغه راز  هغه کسان چې  په ازموينه کې  له  ١٥٠ نمرو څخه ښکته ترلاسه کړي دي  ناکام بلل کيږي  چې  ٢١٩٩٩ تنه کيږي . او دغه راز ١١٠ مورده سرغړونې پيژندلې شوي  او  ازموينه يې  باطلې اعلام شوي دي .
دلوړو زده کړو وزارت وياند څرګنده کړه چې دديني علومو دمدرسو ،  دشپې له خوا او داختصاصي داوطلبانو دازموينې نتيجې  درې ورځې وروسته ددغه وزارت له خوا اعلاميږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته