ټولنه

په پروان کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو غونډه وکړه .

کابل باختر د مرغومي دولسمه :
په پروان ولايت کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دبندولو غونډه ددغه ولايت دمرستيال  شاه ولي شاهد په مشرۍ  جوړه شوه .
دپروان ولايت دښځو دچارو رييسې شاه جان يزدان پرست ددغې ادارې دبرياليتوبونو رپوټ وړاندې کړ او دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دکمښت په لاره کې داړوندو ادارو اوبنسټونو دهمکارى غوښتنه وکړه .
دپروان دوالي  مرستيال وويل چې په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي  له منځه وړلو  کميسيون تل هلې ځلې کړي دي چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو او کمښت په لاره کې مناسبې پاليسۍ  تطبيقې  کړي
ده دښځو دملاتړ کوونکو بنسټونو او ددولتي ادارو په زياتو فعاليتونو ټينګار وکړ او ويې ويل چې بايد په دې لاره کې دکميسيون غړي زياته پاملرنه وکړي .
   دپروان ولايت دعدليې رييس  محمد عمر عمر زاده وويل  چې د تيرې يوې مياشتې په بهير کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي ٣١قضيې  په دغه ولايت کې ثبتې شوي او څيړلې شوي دي .
دغونډې په پاى کې دکميسيون ټولو غړو ژمنه وکړه چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دکمښت په لاره کې زياتې هلې ځلې کوي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته