کابل، د چنګاښ ۳۰ مه، باختر
د کار په بدل کې د غنمو ورکړې په اډانه کې د هرات د ويالو او کانالونو د پاکولو کار پيل شو.
ټاکل شوې ده چې په دې پروګرام کې سلګونه کارګران د ویالو او کانالونو د پاکولو په بدل کې هره ورځ لس کیلو ګرامه غنم ترلاسه کړي.
د هرات ښار د درېيمې ناحيې آمر مولوي محمد نسيم شهيد زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې به په ښار کې ويالې او کانالونه پاک شي.
په ورته وخت کې د هرات ښاریانو د ښار پاکوالي او صفا يی په برخه کې د ښاروالۍ ادارې د مسوولینو له هڅو خوښي څرګنده کړې او له مسوولینو او د هغوی له پروګرامونو یې خپل ملاتړ اعلام کړی دی.