ټولنه

اسد الله خالد: د پروان له سېلاوځپلوسره د مرستو ژمنه وکړه

-کابل /دزمری ۵مه/ باختر:
د ملی دفاع وزارت  سرپرست  د پروان له سېلاو ځپلوسره د مرستې ژمنه وکړه.
اسد الله خالد  نن د چاریکارو ښار د سېلاوځپلو سیمو د کتنې په وخت کې وویل  چې د دغه وزارت  مرستې په لاره کې دی او ډیرژر به د اړوکسانو په واک کې ورکړشی
  د پروان  ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د سېلاو د راوتلو له امله ځه ناځه سل تنه ووژل  شول او په سلګونو تنه نوربې درکه  اویا ټپیان شول.
د ملی دفاع وزارت  سرپرست چاریکاروښار ته په خپل سفر کې له سېلاو ځپلو  کورنیو سره وکتل او ویې ویل  چې  د افغانستان حکومت او کورني اوبهرنی مرستندوی بنسټونه له دوی  سره د مرستې لپاره هلې ځلې کوی.
ختم –سعیده ـاکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته