ټولنه

په سرپل کې دبريښنا دوه ترانسفارمونه ګټې اخستنې ته وسپارل شول

کابل باختر د لړم اتمه :
په سرپل کې  دبريښنا  ددوو ترانسفارمرونو  په پرانستلو سره دامير علي  شير نوايي  پوهنتون  او دهغه  شاوخوا کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخسته .
  دباختراژانس  دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دغه ترانسفارمرونه چې ديوسلو شپيتو کيلوواټو بريښنا ظرفيت لري  د امير علي شيرنوايي پوهنتون په روښانولو برسيره  په سرپل ښار کې دوه سوه پنځوس کورنى هم  له بريښنا څخه ګټه اخلي .
دسرپل  دبريښنا شرکت رييس وويل  چې دغه ترانسفارمرونه  دافغانستان له پرمختيايي بودجې څخه د ديرشو مليونو افغانيو په لګښت  ددغه ولايت په مرکز توغي ښار کې  دامير علي شيرنوايي پوهنتون په انګړ کې مونتاژ او درول شوي دي .
  دسرپل ولايت مرستيال  عبدالمالک عظيمي ددغو ترانسفارمرونو  دپرانستلو په وخت کې وويل  چې بريښنا په خپلې روښنايي برسيره خلک  دترقي او پرمختګ په لور  بيايي .
  دسرپل دبريښنا شرکت  رياست  مسوولانو په سرپل ښار کې  د خارکش په کلي او دترکانى په بلاک کې دبريښنا دتمديد دکار دپيل خبرهم ورکړ .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته