سیاست

دمالیې وزیر د هلمند له والي سره وکتل

-کابل باختر د زمري د مياشتې ١٧ مه:
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د خپل کار په دفتر کې د هلمند له والي حیات الله حیات سره وکتل.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د هلمند ولایت پر وضعیت، د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو سره د ټولګټو پروژو په پلي کېدو، د پراختیایې بودیجې پر لګښت، په شفافه توګه د عوایدو په راټولېدو، د بُست تصدۍ پر فعالیتونو، د کجکي د برښنا بند پر ظرفیت لوړولو او یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې مالیې وزیر د بېلابېلو ولایتونو له والیانو او قومي مخورو سره کتنې کوي، ترڅو د هغوی ستونزې معلومې کړي او د حل لپاره یې شته امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره لارې چارې پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته