روغتیا

دګوزڼ ناروغى په وړاندې دهرات دبې ځايه شويو ماشومانو واکسينول

کابل باختر د سلواغې دويمه :
دماشومانو د ګوزڼ ناروغى  دواکسين تقويتي کمپاين  نن په شينډنډ ولسوالۍ ،  دهرات ښار په ناحيو او په هغو سيمو کې چې بې ځايه شوي کورنى  پکې ژوند کوي پيل شول .
  دهرات ولايت دټولنيزو چارو مرستيالې مونسې حسن زاده  ددغه پروګرام دپرانستلو په مراسمو کې له کورنيو څخه وغوښتل چې  دپوليو واکسين  دتطبيق په خاطر  له روغتيايي مسوولينو سره همکارى وکړي .
ددغه پروګرام له لارې په هره دوره کې له پنځه کلنى  څخه ښکته څه دپاسه  دوه سوه دوه پنځوس زره تنه ماشومان  ددغې ناروغى په وړاندې واکسين کېږي
دهرات ولايت دعامې روغتيا درياست مرستيال  محمد اصف کبير وايي دواکسين ګرځنده ټيمونه  دخلکو داستوګنې کورونو ته ځي  چې ټول ماشومان واکسين کړي .
دى  دغه راز ټينګار کوي چې ګرځنده ټيمونه دهرات ښار په دروازو کې هم موظف شوي دي  چې ماشومان واکسين کړي .
  ټاکل شوې ده  يوسلو درې څلويښت زره تنه ماشومان دهرات ښار په کچه ،څه دپاسه نوي زره تنه ماشومان  په شينډنډ ولسوالۍ کې اودغه راز اوولس زره تنه ماشومان دبې ځايه شويو په کمپونو کې  چې دهرات ښار په شاوخوا کې ژوند کوي  دماشومانو دګوزن دناروغى په وړاندې واکسين شي .
   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته