کابل باختر دغبرګولي ٢١ :
دکابل ښار دخيرخانې مينې د مريمې ليسې په مارکيټ کې تېره شپه څلويښت دوکانونه وسوځيدل.
دکابل د اور وژنې د ادارې لوى مدير سمونوال محمدکاظم په دې باب دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه اور د بريښنا د شارتۍ او د ګازو د ډبې دچاودنې له امله ولګيد چې امله يې دجامو، ټوکرانو او سيمسارۍ څلويښت دوکانونه سوځيدلي دي.
ده وويل: تراوسه معلومه نه ده چې د بريښنا شارتۍ څنګه رامنځته شوې ده؟ خو د اور وژنې منسوبينو وکړاى شول دوه سوه نور دوکانونه له سوځيدو څخه وژغوري او نورو دوکانونو ته د اور د خپريدو مخه ونيسي .
د اور وژنې لوى مدير له خلکو څخه وغوښتل چې دبرقي وسايلو او دګازو د ډبيو د کارولو په وخت کې دې جدي پاملرنه وکړي او له دوکان اويا کور څخه له وتلو مخکې دې ددغو وسايلو په وژلو ځان ډاډمن کړي .
2 1 دقیقه لوستل