ټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین د کجکي بند چارې وڅېړلې

کابل / د لیندۍ ۱۷مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر، هلمند ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د کجکي بند د پروژې چارې له نږدې وڅېړلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین، د کجکي بند پروژې د لیدنې پر مهال د دغې پروژې ارزښت بیان کړ او په دې پروژه کې یې د پانګونې په خاطر د قراردادي شرکت له رییس سلیمان جولیو څخه مننه وکړه.
هغه د کجکي بند د کار پر چټکتیا او کیفیت ته پر زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ او د دغې پروژې مسوولینو ته یې د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبرۍ د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې انجنیر مجیب الرحمن عمر، د پروژې د چارو د څرنګوالي او پرمختګ تر څېړلو وروسته، د قراردادي شرکت له ریيس او تخنیکي انجنیرانو سره د پروژې د کار پر چټکتیا او د کیفیت پر لوړولو خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په تطبیق سره به د کجکي بند د برېښنا د تولید کچه ۱۰۰ میګاواټه ته لوړه شي چې د برېښنا د تولید وړتیا به یې ۱۵۱میګاواټو ته ورسېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته