اقتصاد

په بغلان کې داوبلن ګازو زيرمې جوړې شوې.

٥٦-کابل باخترد جوزا دمياشتي٨ نيټه :

داوبلن ګازو شل زيرمې دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت له خوا ددوه مليونو ډالرو په لګښت  په بغلان ولايت کې جوړې شوې .

دبغلان ولايت دنفتي توکو اواوبلن ګازو رييس کريم شاهين باختراژانس ته وويل دغه زيرمې دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه  دپنځه سوه  ټنواوبلن ګازو په ظرفيت دبغلان ولايت اوګاونډيو ولايتونو داوبلن ګاز لګښت کوونکو ته دلازمو اسانتياو دبراًبرولو په مقصد جوړې شوي دي .

دده دڅرگندونوله مخې، دغه زيرمې له واردنکو شرکتونو سره دسالمې سيالۍ او داوبلن ګازو دبيې دلوړوالي دمخنيوي په مقصد جوړشوى دى.

دبغلان والي منشي عبدالمجيد ددغې سيمې دکتنې په وخت کې په دغه ولايت کې  ددغې پروژې جوړول ،داوبلن ګازو دبيې دلوړوالي دمخنيوي  اوله خصوصي برخې سره  دسالمې سيالۍ  په لاره کې ارزښتناک ګام وباله اودنفتي توکو دخدمتونو په برخه کې يې ددغه ولايت خلکو ته دلازمو اسانتياو  دبرابرولو په لاره کې مهم وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته