ښوونه او روزنه

له کابل ولايت څخه رضا دروان کال دکانکور په ازموينه کې ډيرې لوړې نمرې ترلاسه کړې .

کابل باختر د زمري  اوومه :
دلوړو زد کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور دازموينو نتيجې نن دلوړوزده کړو  وزارت  له خوا په يوه غونډه کې اعلام شوې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکتر عبداللطيف  روشان ددې تر څنګ چې دکانکور دازموينو دبهير په اړوند معلومات ورکړل ويې ويل چې په روان کال کې دکانکور دازموينو ډيرې لوړې نمرې له کابل ولايت څخه رضا دعوض زوى ګتلي دي او د ٣٤٤ اعشاريه  ٢٤ نمرو په ترلاسه کولو سره يې دکابل طبي پوهنتون ته لاره پيداکړې ده .
ده زياته کړه چې دغه راز له غزني ولايت څخه اختر محمد دچمن زوي د ٣٤٤ اعشاريه شلو نمرو په ترلاسه  کولو سره دکابل طبي  پوهنتون ته ، له کابل ولايت څخه ذبيح الله درحمت زوى  د ٣٤٢ اعشاريه شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره دکابل طبي پوهنتون ته له  جوزجان ولايت څخه احمد رامين دلطف الله زوي د ٣٤٢ اعشاريه پنځه نمرو په ترلاسه کولو  سره کابل پوهنتون ته او له کابل ولايت څخه  حامد داحمد الله زوي  دڅه دپاسه ٣٤٠ نمرو په ترلاسه کولو سره کابل پوهنتون ته لاره وموندله .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د ١٣٩٥ کال دکانکور ازموينې دتيروکلونو په پرتله شفافې وې او دکانکور دازموينو دزيات معياري کولو په لاره کې  ، دلوړو زده کړو وزارت زياتې هلې ځلې  کوي .
ده زياته کړه دلوړو زده کړو وزارت تصميم لري چې دپوهنتونونو په چوکاټ کې داړتيا وړ نور پوهنځي هم زيات کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته