سیاست

محمديونس قانوني په کابل کې د امريکا له سفيرسره وکتل

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٢ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو له سفير جيمزکننهام سره په کتنه کې وويل چې په افغانستان کې د انتخاباتو ترسره کول ډډې نه منوونکى دي، ځکه د افغانستان خلک د هغو د ارزښت درجه  درک کړې ده او په دې پوهيږي چې د دوى د هيواد ثبات په هغو پورې  پيوند خوړلى دى.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې چې د ده د کار په دفترکې وشوه؛ زياته کړه چې د خلکو په پراخ ګډون سره د رڼو انتخاباتو ترسره کول  د انتخاباتو مشروعيت زياتوي او هيله لرم چې دافغانستان خلک وکولاى شي په بشپړې هوښيارۍ سره خپله راتلوونکي وټاکي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان  د خلکو دوست دى، په بېلابېلو برخوکې د دغه هيواد همکارۍ زموږ د خلکو د ملاتړ او همکارۍ وړ دي.
په دې کتنه کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير جيمز کننهام د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ د دوام د څرګندولو په ترڅ کې هيله وکړه چې دافغانستان خلک په پوره يو والى او پيوستون سره په خپل هيوادکې انتخابات پاى ته ورسوي او دغه بهير په برياليتوب سره ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته