سیاست

جاپان په افغانستان کې د سولې د بهير ملاتړ کوي

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۹ مه
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له تروريزم او د نشه يي توکو د قاچاقو او سازمان موندلو جرمونو سره د مبارزې په لاره کې د نړيوالو اوسيمه ييزو همکاريو د غونډې او د جاپان او مرکزي آسيا د خبرو د بهرنيو چارو د وزيرانو د اوومې غوندې ترڅنګ د جاپان د بهرنيو چارو له وزير تارا کنو سره په دوشنبې ښار کې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جاپان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د انډوليزې ودې، له اقتصادي ودې سره د مرستې او د افغانستان او منځنۍ آسيا ترمنځ د تجارتي اړيکو د پياوړتيا لپاره د خپل هېواد په دوامدارې ژمنې ټينګار وکړ او په افغانستان کې د سولې بهير، د انتخاباتو د ترسره کولو او د همکاريو د دوام او پراختيا په برخه کې د دغه هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په پراختيا کې د جاپان د مرستو قدرداني وکړه.
دواړو لورو د سيمه ييزې سوداګرۍ د پياوړتيا، د افغانستان ځوانانو ته د کار د زمينې د برابرولو، د جمهوري رياست د انتخاباتو، د سولې بهير او د مرکزي آسيا له هېوادونو سره د افغانستان د همکاريو د پراختيا په باب خبرې اترې وکړې .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته