خبرونهنړۍ

د دمشق برید کې د سپاه دوه لوړ پوړي غړي هم وژل شوي

نړۍ، د وري ۱۴مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران د سپاه پاسداران له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د سوریې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د اسرایلو پروني برید کې د سپاه د دوه لوړ پوړو غړو هر یو محمدرضا زاهدی او محمد هادي رحیمي په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.

ایراني چارواکو اسرایلو ته د دغه برید په بدل کې د تند ځواب ورکولو خبرداری ورکړی او دغه راز د روسیې په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو دغه برید غندلی او دا یې یو ښکاره تېری بللی دی.

د اسرایلو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روانې جګړې پر مهال تر دې مخکې هم څو ځلې اسرایلي هوایي ځواکونو سیمه کې د ایران ځینې اهداف او اشخاص په نښه کړي، چې د دواړو لوریو ترمنځ شته ستونزې یې لاپسې غوړولې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته