اقتصاد

دکانونووزارت وياند : د تاپي پروژې دڅيړنې په خاطر يوهيئت هرات ته سفر کوي

کابل باختر د ثور ٢٥: دکانونو او پتروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې يوهيئت له کابل څخه هرات ته ځي چې دتاپي پروژې عملياتي کارونه وڅيړي . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکانونو اوپتروليم وزارت وياند په دې غونډه کې دتاپي پروژې دستونزو او پرمختګونوپه باب خبريالانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې ددغې پروژې دانجنيرى کارونه بشپړ شوي اود تدارکاتو کار يې دوام لري . ددې دڅرګندونو له مخې ، د تدارکاتو دکار له پاى ته رسيدو وروسته به دتاپي پروژې دجوړولو او عملي کولو عملي کار پيل شي . عبدالقدير مطفي زياته کړه چې دبېلابېلو بنسټونو داستازو په ګډون يو هيئت به دتاپي پروژې دعملياتي کارونو دڅيړنې په مقصد هرات ته سفر وکړي . ده څرګنده کړه چې ددغې پروژې کارونه دهغو نقشو له مخې چې دغه وزارت برابرې کړي دي ، پرمخ ځي . دکانونو او پتروليم وزارت وياند زياته کړه چې دتاپي پروژې په کار کې پرمختګونه شتون لري خو زياتو هڅو ته اړتيا لري . ددې دڅرګندونوله مخې ، دهغو ساحو داستملاک دستونزې په خاطر چې نل ليکه ورڅخه تيريږي ، دکانونو او پتروليم وزارت يوه کړنلاره برابره کړې ده چې ددغو ساحو داستملاک کار له هغې سره سم پرمخ ځي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته