ټولنه

د کډوالو ځوانانو د سولې کاروان له پاکستان څخه کابل ته ورسید

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٤ نيټه :             
د پاکستان له خیبرپښتونخوا ایالت څخه د کډوالو ځوانانو اووه کسیزه ډله چې څلور ورځې وړاندې له تورخم څخه یې پلي حرکت کړی وو، نن دوشنبه د چنګاښ په ۴ کابل ته ورسید چې په کابل کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر او د دغه وزارت د چارواکو ، مدني ټولنې استازو ، د ښوونځیو د زده کوونکو او عامو خلکو له هرکلي سره مخامخ شول .
د سولې دغه کاروان غواړي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د سولې پیغام افغان حکومت ، وسله والو مخالفینو او نړۍ ته ورسوي .
د دغه کاروان غړي وايي: تر هغه چې افغان حکومت او د جګړې ښکیلې غاړې زموږ د سولې غوښتنې غږ ته مثبت ځواب و نه وايي، موږ خپل دغه مدني حرکت ته دوام ورکوو .
د سولې غوښتنې دغه کاروان څلور ورځې وړاندې له تورخم څخه پلی حرکت کړی  او نن د کابل حضوري چمن ته ورسیدل .
د کډوالو ځوانانو د سولې دغه کاروان په تورخم ، جلال اباد او د کابل – جلال اباد پر لار د خلکو ، ځوانانو، سیمه يیزو چارواکو او دمدني ټولنې د استازو له تود هرکلي سره مخامخ شوي .
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د کابل د څرخي پله سیمې ته د دغه کاروان هرکلي ته تللی و، وویل چې سوله د کډوالو اساسي غوښتنه ده.
هغه وویل چې په هیوادکې د سولې په ټینګښت سره د کډوالو د راستنیدو زمینه برابریږي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته