سیاست

دافغانستان دعالمانوسراسري شورا غونډه وکړه .

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه :
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا دمرکزي غړو غونډه نن له غرمې مخکې ددغې شورا درييس قضاوتپوه مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ جوړه شوه .
باختراژانس ته درارسيدلى خبر له مخې دغونډې په پيل کې دشورا رييس  دمهمو موضوعګانو په باب خبرې وکړې او دشورا غړو ته يې معلومات ورکړل .
وروسته دشورا غړو دبيلابيلو قضيو په باب خبرې وکړې او دغونډې په پاى کې دبرما دمسلمانانو دروانو حالاتو په باب  دغه اعلاميه صادره شوه .
  لکه څنګه چې ټول خبر دي په دې ورځو کې دبرما هيواد ظالم او وينې  څښوونکي حکومت يوځل بيا ددغه هيواد دمظلومو خلکو په يو مخيزې وژنې لاس پورې کړى دى  اوبرمايي مسلمانان په وحشيانه ډول دغير انساني  ځورونې په بيلابيلو ډولونو آن په اور کې  په سوځولو سره شهيدانوي .
  دافغانستان دعالمانو سراسري شورا مظلومو  برمايي شهيدانو ته دلوى خداى (ج)  له دربار څخه دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر او دجزيل اجر هيله کوي او ځان دخپلومسلمانو  ورونو په مصيبت  کې شريک بولي او داسلام ددښمنانو دغه وحشيانه عملونه  په کلکه غندي او ملګروملتو له سازمان ، امنيت شورا داسلامي هيوادونو له کنفرانس  او دنورو نړيوالو بنسټونو په ګډون  چې ځان دبشر دحقوقو مدافعان  بولي  له نړيوالو ټولنوڅخه په کلکه غوښتنه کوي چې دبرما  دمسلمانانو چيغې دې واوري او په سملاسي  ډول دې دبرما په ظالم  او سفاک حکومت باندې دفشار په اچولو سره ددغو وحشيانه جنايتونو ددوام مخه ونيسي او دهغو بي ګناه انسانانو يومخيزه وژنه چې يواځې دمسلمان والي  په جرم په ډله ئيزه توګه په بشپړ  وحشت  سره شهيدانيږي  پاى ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته