فرهنګ

د نړۍ د خښتو د ډير ستر برج د ويجاړيدو د مخنيوي لپاره هڅې

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
د غور والي سيد انور رحمتي د جام د څلي د استنادي ديوال د ويجاړيدو د مخنيوي په مقصد سيمې ته سفر وکړ.
د غور والي سيد انور رحمتي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې وروستيو کې د موسمي اورښتنو او د سيلاوونو د راوتلو له امله ددغه تاريخي څلى د استنادي ديوال زياته برخه چې په تيروکلونو کې ګابين کارل شوې وه؛ له منځه تللې چې دغه پيښه ددغه څلي د نړيدو احتمال زياتوي.
ده د سيمې د کتنې په ترڅ کې وويل: ددغه څلي د استنادي ديوالونو د بياجوړولو لپاره چې پخوا ګابين کاري شوي و؛ د سيمې زيات خلک ګومارلي دي او د دغه څلي د شاخوا ديوالونو د جوړولو لپاره يې د دغه ولايت له بيړنۍ بودجې څخه د څلورسوه زرو افغانيو دلګښت ژمنه وکړه.
د ده دڅرګندونو له مخې: د جام څلى چې يو مهم او پرتمين څلى دى؛ د جام د سيند او د هريرود د څپانده سيند د يوځاى کيدو په زاويه کې موقعيت لري چې د طبيعت له پلوه د لوړو غرونو په زړه کې چې په ځغلو پوښل شوى دى؛ موقعيت لري. د خښتو دغه څلى د غوريانو د اميراطوري د لړۍ له مهمو شهکارونو څخه دى چې د پيړيو پيړيو په اوږدوکې ټينګ ولاړ پاتى دى.
ديادونې وړ ده چې په دغه څلى د قرانکريم آيتونه په ښکلي ډول حکاکي شوي دي خو له بده مرغه د جګړو او ويجاړيو د زياتو کلونو په بهيرکې ددغه څلى ښکلا له منځه تللې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته