سیاست

دوزيرا نو شورا غونډه و کړه

کابلباخترد تلې اوله :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارودادارې اود وزيرانوشوراد دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ : دغونډې په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي زموږ دپنځه زروتنوګرانوهيوادوالو د نومونودخپريدو چې د١٣٥٧ _١٣٥٨د کلونو په بهيرکي دپخواني رژيم په واسطه په مظلومانه ډول شهيدان شوي دي غونډې ته يادونه وکړه اوڅرګنده يې کړه چې دهيواد له جهادي مشرانو اوسياسي شخصيتونو سره دمشورتي غونډې له مخې پريکړه وشوه چې دهيواد دشهيدانو ددرناوي په مقصدد روان کال دتلې دمياشتې په اتمه نيټه ددوشنبې په ورځ په ټول هيواد کې ددغو شهيدانو او نورو پيژندل شويو اونوم  ورکو شهيدانو پاک روح ته دفاتحې مراسم پرځاى اودافغانستان داسلامي جمهوريت ملي بيرغ د ماتم په ډول ددوو ورځو لپاره نيم ځوړند وي اودهيواددشهيدانوديادونې په مقصددې په کابل ښارکې  يادګاري څلى،جامع جومات او پارک جوړشي .
د وزيرانوشورادهيواد په مرکز او ولايتونوکې  دعزا داري دمراسمو دتاييدولو په ترڅ کې د چارو دادارې اود وزيرانوشورا د دارالانشا لوى رياست اود سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره يې موظفه کړه چې دغه مراسم دې دهيواددمرکز اوولايتونو په جوماتونو کې تنظيم کړي اودکورنيوچارو وزارت اودملي امنيت لوى رياست دې دهغه دامنيت په تامينولو اقدام وکړي .
وروسته داقتصاد وزير اود ښارجوړولو د چارو د وزارت معين اوسرپرست دفدراتيفي روسيې له دوو شرکتونو سره د تړون دلاسليک کولو په باب د تيرې غونډې دپريکړې له مخې غونډې ته معلومات ورکړل اوزياته يې کړه دپنځوس پنځوس مليونو ډالرو په ارزښت داستوک او روس اندستروس له شرکتونو سره قرارداد ترسره شوي و چې داندستروس له روسيې شرکت سره دقراداد پړاونه بشپړشول اوداستوک شرکت قرارداد په کابل کې دلوى سفارت اوپه مسکوکې دافغانستان دسفارت دمخالفت له ا مله تعليق شوي دي ،چې دتاييد وړوګرځيد.
له اجنداسره سم د انرژۍ  اواوبو وزير دفراه ولايت ته له ايران څخه دوارداتي بريښنادتمديدولو مالي ستونزه غونډې ته طرحه کړه  .
دوزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته دبريښنا شرکت له بودجې څخه دپنځه ويشتو مليونو ډالرو په ارزښت دفراه ولايت ته دايران دوارداتي بريښنا تمديد تاييد کړاودغه شرکت يې موظف کړ چې له کورنيو ظرفيتونو څخه په استفادې سره دفراه ولايت دبريښنا په تمديدولو اقدام وکړي اوپه دې پروژه کې ددغې بودجې دکمښت په صورت کې دې دماليې وزارت د هغه د بودجې په اکمالولو اقدام وکړي .
وروسته دمزارشريف اودافغان تاجک دنفتي حوزې دصندوقلي دتيلو دبلاکونو داکتشاف اودتوليد د ويش دقرارداد څرنګوالي دکانونواودپطروليم د وزيرله خواغونډې ته طرحه اوڅرګنده يې کړه  چې دپخواني غونډي دپريکړې له مخې دکانونو په چاروکي موظف کميسيون دغه  قرارداد بياکتلى او برابره شوې طرحه يې دملي قوانينواودنړيوالولارو چاروله مخې بللي او زياته يي کړه چې دقرارداد دشپږو بلاکونو له جملې څڅه دمزارشريف اوصندوقلي بلاکونه دترکيې  دتيلو اوګازو (ټاپو) د دراګون ايل کويټي کمپني اودغضنفر انوستمنت دکمپنيوپه ګډون له کنسرتيوم لوري سره دپنځه ويشتو کلونو لپاره داومو موادود رويالتي په سلو کې ددولس اعشاريه شپږو د ورکولو ترشرايطو لاندې اود پروژې د بيې له بشپړيدو وروسته داتو کلونو په بهير کې په سلو کې له څه ناڅه پنځوسو څخه ترشپيتو پورې ګټه به يې په افغانستان پورې مربوط شي چې داحتمالي محاسباتو له مخې په پنځه ويشتو کلونوکې دافغانستان دولت به له دغه قرارداد څخه څه دپاسه  شپاړلس مليارده  ګټه ترلاسه کړي په هغه صورت کې ددغه کان  په ښکتنيو طبقوکې دګازو د ايستلو اندازه زياته شي افغانستان به له ښوعايداتي اواقتصادي ښيګڼوڅخه برخمن شي  .
دغونډي په دوام دکانونو په چارو کې دموظُف کميسيون غړودغه قرارداد دهيواد دنافذو قوانينوپه مطابقت اوهغه يې د افغانستان په ګټه وباله .
دوزيرانوشورا له هراړخيزو خبرو  وروسته دافغان تاجک دنفتي حوزې دمزارشريف اوصندوقلي د دوو نفتي بلاکونوداکتشاف ويشلواودتوليد قرارداد ددغو دريو شرکتونو په ګډون له کنسرتيوم سره تصويب کړ اودکانونووزارت اودکانونو په چارو کي دوزيرانو کميسيون يې موظف کړچې دهيواد دنافذو قوانينو له مخي دې   ددغه قرارداد په تطبيق اقدام وکړي .
وروسته دکانونو وزيردعينکو دمسکودکان د پروژې پيشنهادي طرحه اوستونزي چې دچين د ام سي سي دکمپنۍ له خوادعينکودمسوپه پروژه کې دمالي او تخنيکي  وامنيتي پلټنې، جانبي پروژو ، پراختيااودمسودتصفيې اوتوليددچارو په باب دغه وزارت ته وړاندي کړي و غونډي ته  په مفصل ډول بيان کړ .
د وزيرانو شورا له هراړخيزوخبرو دکانونواوپطروليم وزارت موظف کړ چې دچين د حکومت له خوا وړاندي شوي پيشنهاد ددغه هيواد  د  ام سي سي له  کمپنۍ سره دعينکو دمسوکان دلاسليک شوي قرارداد له مخې په هراړخيز ډول  وڅيړي اودنتيجي په باب دې د وزيرانو شورا ته رپوټ ورکړي .
دغونډې  په پاى کې په کندهار ولايت کې د فودزون دپروګرام دپيل دستايني دپروګرام دبرياليتوبونوداجرااتو رپوټ اودهيواد په دريو ولايتونو کې دهراړخيزو زراعتي اسانتياو  اودکليود پراختيادپروګرام داجرااتو رپوټ له نشه يي توکوسره دمبارزي  د چارود وزير له خواغونډې ته طرحه اودتاييد وړ وګرځيداو دغه وزارت موظف شو چې د نورو اړوندو  وزارتونو په همکارۍ دې دهيواد په نورو ولايتونو کې د دغه پروګرام د رواجولو په خاطر عملي اقدامات ترلاس لاندې ونيسى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته