سیاست

جمهور رئيس غني د جرمني د نړیوالو پرمختیايي مرستو له وزير سره وکتل

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٨مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون مازیګر د جرمني د نړیوالو پرمختیايي مرستو له وزير، ښاغلي ګېرد مولر سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ښاغلي ګېرد مولر د افغانستان د نوي حکومت مشري د دغه هېواد د راتلوونکي لپاره هيلو ډکه وبلله او ويې ویل: هغه څه چې د افغانستان د نوي حکومت د جوړولو او د دغه هېواد د اقتصاد لپاره ترسره شوي دي، جرمني او اروپا ته د افغانستان په اړه نوې هيلې راژوندۍ کړې دي.
ده زیاته کړه چې راتلوونکی کال به د افغانستان او جرمني ترمنځ د همکاريو لومړنۍ سليزه وي.
په مقابل کې، د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو سلیزه به په ښه توګه ولمانځل شي.
جمهور رئيس غني د جرمني له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د جرمني مرستې به د افغانستان لپاره خورا اغېزمنې وي.
همداراز دواړو لورو د افغانستان د راتلوونکي لپاره پر مشخصو تخنيکي مرستو بحث وکړ.
دغه تخنيکي مرستې د اوبو او برېښنا، اقتصاد، په ځانګړې توګه د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې تر بحث لاندې ونيول شوې.
په پای کې هوکړه په دې وشوه چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په راتلوونکي کې د دغو مرستو د عملي کولو د څرنګوالي په اړه د ځانګړو بحثونو لپاره سره راټول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته