ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته دعامه اوخصوصي مشارکت پروګرام معرفي شو .

-کابل باختر د کب  پنځمه :
دخصوصي او عامه مشارکت پروګرام  ديوې غونډې په ترڅ کې پرون دماليې وزارت دعامه او خصوصي مشارکت درياست له خوا  دلوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته معرفي شو .
دباختراژانس دخبرله مخې: دلوړوزده کړو  وزيرې ډاکترې فريدې مومند د عامه او خصوصي مشارکت دپروګرام دښيګڼې په باب خبرې وکړې او دغه پروګرام يې دحکومت لپاره يوستر برياليتوب وباله او دلوړو زده کړو وزارت له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو ددغې غونډې له ښيګڼو  څخه اغيزمنه استفاده وکړي .
دماليې وزارت دعامه او خصوصي مشارکت رييس عبدالمومن منصور په خپلو خبرو کې ګډون کوونکو ته ددغه پروګرام په باب مفصل معلومات ورکړل .
ديادونې وړ ده چې په دغه پروګرام کې دلوړو زده کړو معينانو دولايتونو رييسانو ، دپوهنتونونو استادانو او ددغه وزارت يو شمير کارکوونکو ګډون کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته