فرهنګ

د استاد بيسد د مړينې په مناسبت داطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!

کابل باختر دليندي څوارلسمه :
د استاد بيسد د مړينې په مناسبت داطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
استاد عبدالقيوم بيسد د تياتر هنر له مخکښانو څخه و چې څولسيزې يې ددغه هنر د ودې او پرمختيا په لاره کې په خپل ټول توان سره  هلې ځلې وکړې. په تېره بيا د ډموکراسۍ په لسيزه کې د ارواښاد رفيق صادق او د نورو پيژندل شويو هنرمندانو تر څنګ  د استاد بيسد ستر استعداد ځانګړى ځلا او درخشش درلود.
استاد بيسد د جګړو او اړو دوړ په کلونوکې د تياتر په هنر د مشتاقو ځوانانو په روزنې لاس پورې کړ .
زه له هغه څخه دکاکا منجاني په مستعار نامه چې په راډيو افغانستان کې يې کيسې ويلې، د هغو زړه وړونکو کيسو ياد د خپل ماشومتوب له دورې څخه  اوس هم په خپلو غږونوکې د هغې انګازې اورم.
استاد بيسد د تياتر دبرخې په ځوانو لارويانو ستر حق لري. هيله لرم د تياتردبرخې لارويان وکولى شي هغه دردونکي تشه چې په دې برخه کې د استاد بيسد په نشتوالى کې  رامنځته شوې ده؛ ډکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته