ورزش

افغان فوټبالسته ناديه نديم دمانچستر ستي دښځو له ټيم سره يو ځاى شوه

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
افغان فوټبالسته ناديه نديم  د ٢٠١٩ ميلادي کال ترپاى پورې  دمانچستر ستي دښځو له ټيم سره  يوځاى شوه.
ناديه نديم  په خپل رسمي فيسبوک کې ليکلي دي  له دې امله  چې دمانچستر ستي دښځو له ټيم سره يوځاى شوې ده دخوشحالۍ او وياړ احساس کوي.
ناديه نديم له دې وروسته دافغان لوبغاړې په توګه  په نړيوالو لوبو کې ګډون کوي  دمانچستر ستي دښځو ټيم دبريتانيا يو قوي ټيم دى.
ناديه  نديم  له څو کلونو را په دې خوا  په دنمارک کې   ژوند کوي .
ناديه غواړي چې په راتلوونکي کې دافغان نجونو دفوټبال ملي ټيم   پياوړي کړى.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته