فرهنګ

په ٢٠٢٤ کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه د کابل د هر اړخيزې او ښې پېژندا لپاره د تياري عالي کمېسيون لومړنۍ غونډه جوړه شوه

کابل/ د مرغومي ١٧ مه/ باختر       
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ په ٢٠٢٤ کې د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په توګه د کابل د هر اړخيزې او ښې پېژندا لپاره د تياري عالي کمېسيون لومړنۍ غونډه پرون جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په غونډه کې يوشمېرجګپوړو دولتي مسوولينو او       د اړوندو وزارتونو او بنسټونو معينانو، رييسانو او واکمنو استازو ګډون کړى و.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په  ٢٠٢٤کال کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه د کابل د نمانځنې پروګرام د جوړولو لپاره پر ښه، غوره او پرتمين تياري ټينګار وکړ.
ساپۍ وويل چې د لومړي ځل لپاره د قطر په پايتخت دوحه کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزيرانو په غونډه کې چې د ٢٠٠١ ميلادي کال د ډسمبر له  ١٣مې  تر ٢٩ مې پورې جوړه شوه، پرېکړه وشوه چې آيسيسکو دې د اسلامي هېوادونو تاريخي ښارونه د د اسلامي ثقافت پايتخت ونوموي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغې نومونې موخه د اسلامي نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت، د همکاريو جلبول او د تجربو تبادله وبلله او ويې ويل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اوس د اسلامي نړۍ د پرمختللو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځيدلى دى او په بېلابېلو برخو او په ملي او بين المللي پروسو کې د هغوى د همکاريو قدرداني کوي.
وروسته د اسلامي ثقافت د پايتخت کابل د تياري عالي کمېسيون د جوړولو په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني فرمان په فرهنګي چاروکې د جمهوري رياست سلاکار محمد زرين انځور ولوست چې په کې ويل شوي دي: د آذربايجان په پايتخت باکو کې په ٢٠٠٧ کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزيرانو د نهمې غونډې د پرېکړې پربنسټ چې د کابل ښکلى ښار په ٢٠٢٤ کې د اسلامي نړۍ د فرهنګ پايتخت انتخاب شوى دى، له دې امله د کابل د ورپېژندنې لپاره د ښه او غوره تياري په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په مشرۍ عالي کمېسيون ټاکل شوى دى.
دغه راز په غونډه کې يو شمېر اړوند وزارتونه او بنسټونه د کمېسيون غړي ټاکل شوي دي چې د ٢٠٢٤ لپاره د کابل د تياري مسووليت لري.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بين المللي اړيکو سلاکار ډاکټر طارق رشاد د اسلامي ثقافت د پايتختونو د تاريخچې په اړه معلومات ورکړل او د اسلامي ثقافت د پايتخت د انتخاب معيارونه يې په ګوته کړل.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار د لاور نذيرزوى په  ٢٠٢٤ کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت کابل د تياري د عالي کمېسيون د طرزالعمل په اړه چې په ٥ فصلونو او ٢٤ مادوکې  چمتو شوې دى، معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په خپلې وينا کې په ٢٠٢٤ کې د اسلامي ثقافت د پايتخت کابل د نمانځنې په خاطر د تياري په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاري پلان په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل چې د دغه پلان پربنسټ تر ٢٠٢٤ پورې به ، کال په کال د کابل د ښې  ور پېژندنې او معرفي کولو په اړوند سيمينارونه جوړ شي او باختر آژانس به هم په دې برخه کې خبرونه او رپوټونه برابر او خپاره کړي .
پوهاند باوري ټينګار وکړ چې د کابل په هره فرهنګي اوونۍ کې به د کابل په اړه ٥ کتابونه چاپ شي اوپه ټوليزه توګه تر ٢٠٢٤ پورې به دکابل په اړوند ٢٥ کتابونه چاپ شي.
د غونډې په پاى کې د کمېسيون غړيو د موضوع په اړوند خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او آزادې خبرې يې وکړې.
پاى/ف/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته