۱۰۰ ورځې

دجمهوري رياست نوماندان دې خپل پروګرامونه د هيواد په ګوټ ګوټ کې بيان کړي

کابل باختر د کب اتلسمه :
دکابل  دطبي پوهنتون د استادانو ټولنې، د قومي شوراګانو ټولنيز بنسټ او د وزير محمدګل خان د فرهنګي مرکز غړو نن په يوه غونډه کې ژمنه وکړه چې د جمهوري رياست په انتخاباتوکې به هغه چاته رايې ورکړي چې د امنيت تامينول، د سولې ټينګښت، دملي يو والى تامينول او د بشر د حقوقو رعايتول يې دکاري اجنډا په سرکې ځاى ولري .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې د دغو مرکزونو او بنسټونو مسوولينو او غړو د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې لرله؛ دوى د جمهوري رياست له نوماندانوڅخه وغوښتل چې خپل کاري پروګرامونه دې د هيواد په ګوټ ګوټ کې خلکو ته بيان کړي او ژمنه يې وکړه چې دوى به هغه چاته رايې ورکړي چې د بشر د حقوقو د تامينولو، د بهرنى فرهنګي يرغل د مخنيوي او په هيوادکې د سولې او امنيت د تامينولو او دملي واکمنۍ د ټينګښت  په برخوکې ګټور او عملي پروګرامونه ولري.
ددغو غونډو ويناوالوڅرګنده کړه چې د مالياتو د اخستلو موضوع دې بايد زموږ د هيوادله شرايطو سره سمون ولري نه دا چې په دې برخه کې د لويديځو هيوادونو تقليد وشي.
دوى دغه راز د هيواد له راتلوونکي جمهور رييس څخه  په هيوا د دپوهنې او دلوړو زده کړو دبرخې د ښه والى غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته