فرهنګ

په فراه کې د انځورګرۍ د آثارو نندارتون جوړ شو

کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د فراه والي تاج محمد جاهد نن په فراه ښار کې د انځورګرۍ د آثارو نندارتون پرانیست.
د فراه والي له فرهنګي او هنري پروګرامونو څخه په هرکلي سره، خلکو ته د انځورګرۍ هنر په معرفي کولو کې د دغه شان نندارتونونو جوړول مهم وبلل او زياته يې کړه چې هنر او فرهنګ د تاريخ په بېلابېلو دورو کې مهم رول لوبولی دى او د ټولنې د واقعيتونو د بيانولو په خاطر د انځورګرۍ هنر اغېزه مثبته ده.
هغه زياته کړه چې سيمه یيزه اداره په دغه ولايت کې د هنر او فرهنګ د ودې په خاطر له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه ده کړې او د دغه ولايت له خلکو يې وغوښتل چې د سيمه یيز حکومت او نظام د پروګرامونو ملاتړ وکړي او د سولې د ټینګښت لپاره خپل رول ولوبوي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بنيامين بارز او يوشمېر فرهنګيانو او شاعرانو د دغه نندارتون د جوړولو هرکلي وکړ او د فراه له سيمه ييزې ادارې څخه يې وغوښتل چې د ځوانانو او فرهنګيانو د هڅونې لپاره نور زيات هنري پروګرامونه ترسره کړي.
په دغه نندارتون کې د دغه ولايت د نقاشانو ٢٤آثار نندارې ته وړاندې شوي دي او ٧ ورځې دوام کوي.
د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسموکې د فراه د ولايتي شورا غړو، د دولتي ادارو رييسانو، فرهنګيانو، ځوانانو او ښځو ګډون کړى و.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته