کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د پنځوکيلومترو په اوږدوالي د يو سړک د قيرکولو کار نن پيل شو.
د پروان ولايت مطبوعاتي دفتر د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه سړک د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت له بودجې څخه د ٤٥ ميليونو افغانيو په لګښت پخېږي.
خبرځاى وويل چې دغه سړک د موسى زى، ناصري، خروټي او د کتوالي کلي له يوبل سره نښلوي او د سيمې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کوي.
ختم_ ج _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ