روغتیا

په هېواد کې په کرونا وبا ۲۸ اخته کسان مړه شول

کابل/ د زمري ۹ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې ۳۱۹ تنه په کرونا ويروس اخته شوي او ۲۸ کسآن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه شمېر له مخې چې نن دغه وزارت خپور کړی په تېرو ٢٤ ساعتو کې ۳۱۹، کسان په کرونا اخته شوي، ٢٩١ روغ شوي او ۲۸ نور خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتيا وزارت شمېرنې ښيي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو له پيل څخه تراوسه پورې د دغه ويروس ١٤۷زره ۷۳۶ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي چې له دې جملې څخه ٦ زره ۷۳۶ تنه مړه شوي دي.
دعامې روعتيا وزارت سرپرست ډاکتر وحيد مجروح وايي چې په تېرو٢٤ ساعتو کې د کرونا زياتره پېښې په کابل، کندز او هرات کې ثبتې شوې دي.
هغه زياته کړه په هرات کې د کرونا ١۰۸ مثبتې پېښې، په کابل کې ۲۴ او په کندز کې ۵۲ پېښې ثبت شوې دي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته