امنیت

جزييات: په کابل کې ځانمرګى بريد وشو

کابل باختر دتلې دمياشتې  دويمه  نيټه  :
څو شيبې مخکې د کابل ښار د افشارو په ساحه کې چاودنه وشوه .
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد په دې ساحه کې چاودنه تاييد کړه.
ده د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د څيړنې يو ټيم د پيښې ځاى ته رسيدلى او څيړنې يې پيل کړې دي.
مجاهد د چاودنې د څرنګوالي په باره کې معلومات ور نکړل.
خو يوې امنيتي سرچينې وويل چې پيښه د ځانمرګي بريد زيږنده ده چې د افشارو په بازارکې د بهرنيو ځواکونو وسايطو ته څېرمه ترسره شوه.
ده په دې پيښه کې د سر د احتمالي زيان او مالي تاوان په باب څه و نه ويل.
خو عيني شاهدانو په دې پيښه کې د سر د زيان د اوښتو خبره کړې ده.
جزئيات وروسته خپريږي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته