امنیت

دملي امنيت شورا دننګرهار په اچين کې دبمونو دمور غورځول د ناروغۍ سبب نه دى شوى .

کابل / دمرغومي ٧مه / باختر:
دافغانستان دملي امنيت شورا هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې دامريکايي پوځيانو په واسطه  په  ننګرهار کې دداعش په سنګرونو دبمونو دمور غورځول دډول ډول ناروغيو دخپرېدو سبب شوى دى .
ددغې شورا کارپوهان په هغو څېړنو کې چې په وروستيو وختو کې يې ترسره کړي دي دې پايلې  ته رسيدلې  دي چې داچين ولسوالۍ په مومند دره کې دبمونو د مور غورځول دناروغيو دخپرېدو سبب نه دى شوى .
  کابو درې  کاله مخکې امريکايي پوځيانو دننګرهار داچين ولسوالۍ په  مومند دره کې دداعش دډلې په سنګر ستربم وغورځاوه ، هغه بريدچې دلسګونو ډار اچوونکو  دوژل کېدو او دهغوى دمرکزونوددړې وړې کېدو سبب شو .
له دغې پېښې  څخه ددريوکلونو له تېرېدو وروسته  اوس د کليوالو اوسيدونکو په روغتيا او په کروندو ددغه بم دمنفي اغيزو په باب اوازې خپرې شوې دي .
له دغې پيښې  څخه ددريوکلونو له تيريدو وروسته  اوس د کليوالو اوسيدونکو په روغتيا او پهکروندو ددغه بم دمنفي اغيزو په باب اوازې خپرې شوې دي .
دغه رپوټونه څرګندوي  چې دبمونو دمور دغورځولو له امله دکيمياوي  توکو دخپرېدو په پايله کې  د پېښې دشاوخواسيمو داوسيدونکو ترمنځ ډول ډول ناروغۍ  خپرې شوې دي او دغه راز کروندې حاصل نه ورکوي .
دننګرهار  والي شاه محمود مياخيل چې په خپله دافغانستان دملي امنيت دشورا دکارپوهانو څېړنې له نږدې کتلي دي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دبمونو دمور دغورځولو له امله دکيمياوي توکو په پايله کې دناروغيو دخپرېدو اودکروندو دحاصل نه ورکولو په باب رپوټونه ناسم دي .
هغه وويل: همدا اوس دپېښې په ځاى کې کروندې حاصل ورکوي اوداسې کومه ناروغي چې دبمونو دمور دکيمياوي توکودخپرېدو څرګندوي وي ، نه ده خپره شوې .
امريکايي پوځيان ادعاکوي هغه بم چې په اچين کې دداعش په سنګر يې  غورځولى دى  تراوسه پورې په سيمه کې دغه شان بم نه دى کارول شوى، دزيات ويجاړتيا په قدرت سره ستر بم .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته