فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د غزني د والي سره وکتل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩-
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني نن د خپل کار په دفتر کي د غزني د والي ښاغلي کریم متین سره د غزني د کلتوري څرنګوالي او اړوندو چارو په هکله خبري وکړې.
د غزني د والي د وړاندیزونو سره سم، ښاغلي جهاني په غزني کي لرغونو اثارو او تاریخي ابداتو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرني د لومړیتوب خبره وکړه او د آیسیکو لخوا د اسلامي تمدن د پلازمیني په توګه د غزني د پیل سویو پروژو پر چارو یې تمرکز وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په نږدې راتلونکي کي، د غزني لپاره د ځینو کلتوري او ذهنیت جوړوونکو پروګرامونو د تابیا په څرګندولو، په غزني کي د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست، کتابتون او موزیم د ودانیو د رغنیزو چارو پیلولو ته اشاره وکړه چي په وروستیو وختونو کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پرمختیایې بودجې څخه کار باندي پیل سوی دی.
باید یادونه وسي چي د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست، کتابتون او موزیم ودانۍ د یوې چاودني له امله ویجاړي سوي وې

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته