ښوونه او روزنه

د کندهار پوهنتون ته د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

کابلباختر د غويي ٢٥ مــــــــه

د کندهار په ټولو عصري ښارګوټي عينو مېنه کي نن ددې ولايت پوهنتون ته د يوې بلي عصري ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.

د کندهار پوهنتون د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي د ځانګړي فرمان پر اساس نن د لوړو زدکړو د وزير اود کندهار والي له خوا کښېښودل سوه.

د لوړو زدکړو وزير پوهاند ډاکترعبيدالله باوري نن سهار ددې وزارت له علمي مرستيال، د کابل پوهنتون له استادانو او يو شمېر نورو لوړ رتبه مامورينوپه ملګرتيا کندهار ولايت ته ورسېد او دلته يې د پوهنتون بنټ ډبري د ايښوولو ترڅنګ په کندهار پوهنتون کي د ٢ نورو پوهنځيو د بنسټ ډبري هم کښېښودې.

دلوړو زده كړو وزير پوهاند عبيد اود كندهار والى پوهنوا ل ډاكتر توريالى ويسا په داسى حا ل كى چى يو شمير نور دولتى چارواكى هم ورسره وو دجمهوررييس دفرمان له مخى  د كندهار ښار ختيځ پلو په عينو مينى ښارګوټى كى دكابل كندهار دلويي لارى شما ل پلوته موازى په دوه سوه شل هكتاره ځمكه كى د كندهار پوهتون ته دنوى ودانى د بنسټ ډبره كښيښوده

. د لوړو زده كړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد رسنيو ته وويل ددغې ځمكى فرمان مخكى دجمهوررييس له لورى د لوړو زده كړو وزارت ته وركړل شوى وو چى اوس مو دادى په دى ځمكه د پوهنتون د بنسټ ډبره كښيښوده او د افكو دكمپنى له لورى به يي د ملكيت اسناد هم دلوړو زده كړو دوزارت په واك كى وركړ شى . دلوړو زده كړو وزير د عينو مينى په عصرى ښارگوټى كى د كندهار پوهنتون ته د نوى ودانۍ جوړول ددى پوهنتون د پراختيا لپاره يوه ښه پيلامه وبلله .

دكندهار والى پوهنوا ل ډاكترتوريالى ويسا  هم په دغو مراسمو كى هيله وښوده چى د كندهار پوهنتون د نوى ودانۍ د بنسټ دډبرى په ايښودو سره به دلوړو زده كړو وزارت خپله پاملرنه نوره هم دى پوهنتون ته ډيره كړى او له دى وروسته به ددى وزارت هيئت هروخت دى پوهنتون ته سفرونه كوى اود محصلانو او استادانو له ستونز و به ځان خبروى .

د لوړو زدکړو وزير، کندهار والي او ورسره ګډهيئت وروسته د کندهار پوهنتون ته ولاړل او هلته يې د پوهنتون په انګړ کي د ژورناليزم او اقتصاد پوهنځيو ته د نويو ودانيو د بنسټ ډبري کښېښودې او همداراز يې د عمومي لابراتوار، هوا پوهني او کار موندني مرکز په رسمي ډول پرانستل.

وزير دلته د پوهنتون له رئيس، مرستيال، استادانو او سلګونو محصلانو سره د هغوى پر ستونزو خبري وکړې او ورسره يې په اړوندو برخوکي د مرستي ژمني وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته