سیاست

دفضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانوجرګي په نننۍ غونډه کې د شهيدانو د اوونۍ ددرناوي په باب خبري وشوي

کابل باختر دوږي  نولسمه
دمشرانو جرګي درييس  فضل هادي مسلميار  په مشرۍ  دمشرانو جرګي  په نننۍ غونډه کې  دشهيدانو داوونۍ  ددرناوي  او  دافغانستان د تجزيې په باب  دانګلستان دپارلمان ديو غړي  د غير مسوولانه څرګندونو او دهيواد د کانونو درا ايستلو دڅرنګوالې په باب خبري وشوي .
  دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په غونډه کې  دشهيدان داوونۍ او دهيواد دملي اتل  احمد شاه مسعود دشهادت  ديوولسم تلين  ددرناوي  په ترڅ کې  دمجلس غړو  دهيواد  دشهيدانو دلوړ مقام  يادونه وکړه  او  دافغانستان  دخلکو  د جهاد اومقاومت د لاري  دمبارزينو او  دسور کفنو شهيدانو  ددرناوي  په نسبت  د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل  او  وويل شول  چې  په مليونونو تنه  نوم ورکې  شهيدان  دهيواد په ګوټ ګوټ کې دهيواد دازادي او خپلواکې  په خاطر له بهرنيو  تيري کوونکو سره   په مبارزه  او  دهغوى  دناوړو  دسيسو  دشنډولو په خاطر  خپل سرونه  قرباني کړي دي  چې دشهيدانو  درناوي يوه وجيبه  او  دهغو ي دوارثانو مادي او معنوي  ملاتړ  يو مکلفيت دي  او حکومت بايد  په دې برخه کې اغيزمن ګامونه  اخستي واي .
  خو  له بده مرغه په دې باب لازمه  پاملرنه نه ده شوي .
  دغه راز په غونډۀ کې  دکابل ښار  دشپږمې ناحيې په پل سوخته ساحه کې  د وسله وال بريد دپيښې دانديښنې  په څرګندولو سره يادونه وشوه  او وويل شول  چې يو شمير  لنډه غرو او فرصت غوښتونکو کسانو دملي اتل  دماتم لرونکو دکاروان په نامه  په دي ساحه کې په  تاوتريخوالې  لاس پوري کړ  چې له امله يې  يوشمير  ملکي وګړي او پوليسان شهيدان  او ټپيان شول .
  ويل شوي دي چې  تنظيموونکو بايد دماتم  دکاروان برخه وال دشهيد مسعود  او دهيواد دټولو شهيدانو پاک روح ته دعا کولو ته  بللي واي .  نه داچې يو شمير لنډه غرو دماتم  دکاروان  په نامه  په بې ځايه نارو سورو سره دخلکو دځورونې  سبب کېدل .  په غونډه کې دسناتورانو دخبرو  په پام کې نيولو سره ټينګار وشو چې بايد  مسوول  ارګانونه  دلنډه غرو  کسانو او قاتلانو  په پيژندلو او نيولو کې  دهغوى  له محرکېنو سره  يو ځاى جدي اقدام  وکړي او ددفاعي چارو او دکورني امنيت کميسيون ته دنده وسپارل  شوه چې دغه موضوع دي ډير ژر  له مسوولو  ارګانونوسره  طرحه کړي او دخپلو اجرااتو  دنتيجي  په باب دي  عمومي غونډي ته رپوټ وړاندې کړي او هم کمسيون  دي  د ټپيانو  داحوالو پوښتنه وکړي .
  دغونډي په بله برخه کې يو شمير سناتورانو  دهيواد  دامنيتي حالاتو په باب دخبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې  دځانمرګو بريدونو  ، په واټونوکې  دماينونو دښخولو ، په جوماتونو دجنازو دښخولو په مراسمو  او په ديني  مراسمو او اخترونو کې  دمسلمانانو  دوژنو  دنه مشروعيت په باب  ددرنو عالمانو په تيره بيا  دافغانستان دعالمانو  دسراسري شورا  رول  کمزوري دي  ،  څرګنده شوه  ديني عالمان مکلف دي  چې  دمحمدي غرا شريعت  دحکمونو په رڼاکې  دمنبرونو ، موعظو او دديني مراسمو  له لاري  ددولت  دوسله وال مخالفينو د عملونو  د غير شرعي والې  په باب  خلکو ته  معلومات او توضيحاتو  ورکړي .
  خو يو شمير  نورو سناتورانو ددرنو عالمانو د مسووليت  دازادي  يادونه وکړه او ويې ويل  چې دوى د اعلاميو په صادرولو او په جوماتونو او تکېه خانو کې دموعظو له لاري  تروريستي عملونه غندلي دي او هغه يې  داسلام دمبين دين  پرخلاف  بللي دي .
  دغه راز په غونډه کې دمشرانو جرګي يو شمير غړو دخپلو خبرو په ترڅ کې  د جهادي مشر او دولسي جرګي دغړي  پروفيسر  استاد عبدالرب رسول سياف  دوروستيو خبرو چې پرون يې  دشهيد داوونۍ  او دهيواد دملي اتل  احمد شاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين ددرناوي  په مراسمو کې  کړي دي ، ملاتړ وکړ او وي ويل  چې  دامنيت دتامينولو  ،  دعامه نظم دساتنې او دنورو ټولنيزو  انحرافاتو دمخنيوي  يوازنې لاره  دشرعي حدودو  تطبيق دي . اوبايد دولت  دهغو  دعملي کولو په لاره کې زړه ور  اقدامات وکړي .  او په غونډه کې دشرعي حدودو دتطبيق په باب  دولت ته  دپروفيسر سياف وروستۍ نظريې  اووړانديزونه درايو په اکثريت  تاييد شول .
  دغه راز  دمجلس غړو دافغانستان د تجزيي  دپلان په باب دانګلستان دپارلمان ديو غړي  وروستۍ څرګندونې  په  تندو الفاظو سره وغندلي او زياته يې کړه چې افغانستان د ټولو افغانانو ټاټوبي دي او  ملي وياړنې يې  په هر قوم اومليت پوري  اړه لري .  او دغه ملت به هيچا ته او قسم خوړلو  دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو  ناوړو  نيتونو ته ورسيږي  او بايد  دافغانستان مبارز او مجاهد پال خلک  په هوښياري  اوزيرکې سره  دخپلو دښمنانو  په دسيسو پوه شي  او  په ملي روحيې  او يو والې سره  دهغو په وړاندې ودريږي  او پريکړه وشوه چې دنړيوالو چارو  کميسيون  دي  موضوع  دبهرنيو چارو وزارت  له مسوولينوسره  طرحه کړي  او دغه وزارت دې  له ديپلوماتيکې لاري  دموضوع د څرنګوالې په  باب دانګلستان له مقاماتو سره خبري وکړي .
  په ترتيب سره  په غونډه کې  د تيلو دکانونو  درا ايستلو  د څرنګوالې په  باب خبري وشوي اوڅرګنده شوه چې  دکانونو را ايستل  دمافيا  په تصرف کې  دي او له هيواد څخه  بهر ته د چاڼولو او پروسس په لاره کې دشمال دحوزي د تيلو دليږدونې  په باب  دحکومت  په اقدام  نيوکه وشوه  او څرګنده شوه  چې زبر ځواکې  دقيمتي  ډبرو او ډانو، کانونه په غير فني ډلو استخراجوي  په دې باب غونډي  وپيتله  چې دکانونو وزير دې  په يوه عمومي غونډه کې دسناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي .
  دغه راز په غونډه کې دهيواد  دامنيتي حالت  ،  دکابل ښار  په شش درک سيمه کې د وروستۍ څانمرګي بريد ،  په غير قانوني ډول  په پکتيا ولايت کې  ديو ښارګوټي دپرانستلو ، په پلچرخي جيل کې دبنديانو دنه خوړو  داعتصاب ، دهيواد دجنوب په ځينو سيمو کې  دولسوال دولسوالانو په توګه دکم سوادو کسانو  د شتون  ، د دښمنانو  او دبهرنيو  هيوادونو  دتبليغاتو په وړاندې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د تبليغاتو د کمزورتيا،  دسواد دنړيوالې ورځې اودځينو مواردو په باب خبري وشوي  او پريکړه وشوه  چې دښارجوړولو دچارو وزير دې  دغير قانوني  ښارګوټو دجوړولو  په اړوند دمجلس  دغړو  پوښتنو ته ځواب  ووايي .
  دغه راز دغونډي په بله برخه کې  دپروان  ، کاپيسا او پنجشير  په ولايتونوکې  دسيلاونو دراوتلو  يادونه  وشوه   اووي ويل شول  چې دکاپيسا ولايت په نجراب  ولسوالۍ کې  نږدي  درې زره جريبه زراعتي  ځمکه ، اتلس دوکانونه  ، نږدي شل موټرونه ، پنځه سوه متره  استنادي ديوال  ،  د اوبو بريښنا شل  کوچني دستګاوي  او  دوه کېلومتره پاخه  سړکونه  له منځه تللي دي  او  په دي برخه کې دي دبيړني مرستي  غوښتنه کوي .
  ديادونې وړ ده چې دغونډي په پيل کې  دعامې روغتيا د قانون  د ځينو مادو  تعديل  او دملکي خدمتونو دقانون  پنځمه ګڼه ضميمه  معرفي شوه  او د تدقيق  اومطالعې په مقصد  دعامه سوکالۍ  کميسيون ته   وسپارل شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته