ټولنه

د شبرغان خلکود امريکا له خوا د افغانستان د شتمنيوپه کنګلولوانتقاد وکړ

کابل /د لړم ٢٧مه /باختر
دشبرغان يوشمېر خلک وايي چې د امريکا له خوا د افغانستان د شتمنيو کنگلول د افغانستان پرخلکو فشار دى نه پر اسلامي امارت.
د شبرغان ښار اوسيدونکى نثاراحمد نديم د باختراژانس سيمه ييزخبريال ته وويل: د افغانستان خلک د دغه هېواد د شتمنيو ازادولو ته اړتيا لري.څه د پاسه درې مياشتې کcږي چې ملکي کارکوونکي معاش نه دي اخستي.اود خوراکي توکو بيې زياتي لوړې شوې دي.
هغه د امريکا له حکومت څخه غواړي که چيرې انسان اوانسانيت ته لږ درناوى ولري د افغانستان کنګل شوي پيسې ازادوي.
د جوزجان ولايت سرپرست قاري ذبيح الله حسيني وويل، په تېرو شلوکلونوکې لويديځ اشغالګرانو په بېلابېلو نومونوسره له موږ سره وجنګېدل چې ګڼې طالبان د بشر د حقوقو،د بيان د ازادى اود حکومتوالى په اړه په څه نه پوهېږي اوهغوى د بشريت دښمنان دي.
اوس بايد د افغانستان خلک پوه شي چې په اوسنيو حساسو شرايطو او د ژمي په ساړه هوا کې زموږ د شتمنيو کنګلول زياتره چاته زيان رسوي؟ په دقيقه توګه زموږ ځوريدلې ملت ته .نوامريکا په خپل دې کارسره د بشر حقوق تر پښولاندې کړى دى.
د تيلو پلورنکى محمد اچل روزي د باختراژانس خبريال ته وويل، په جوزجان کې د پطرولو يوليتر تيل په ٧٥ افغانيو پلورل کېږي کله چې د تيلو له عمده پلورونکوڅخه د تيلو د قيمتي دليل پوښتنه کوو ، وايي چې زموږ پيسې د امريکا په بانکونوکې کنگل شوي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته