امنیت

په کندز کې څه دپاسه ٥زره کيلوګرامه نشه يي توکي ِضبط شول

کندز / د غبرګولي ٢١ مه/ باختر
څه د پاسه ٥ زره کيلو ګرامه نشه يي توکي  پرون په  کندز کې کشف اوضبط شول.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د کندز د امنيې قوماندانۍ  د امنيت آمر سمونمل محمدحسين قرمقل خبريالانو ته وويل: د دغه ولايت پوليسو ٥٤٧٤ کيلو ګرامه بنګدانه ډوله نشه  يي توکي  چې په  ٨٥ بوريو کې ځاى  پرځاى او د کندزښار په  ګندم بازار سيمه کې په يوه ګودام کې ساتل کيدل او پلورل کيدل کشف او ضبط کړل.
هغه زياته کړه: پوليسو د دغو نشه يي توکو په اړوند څلورکسان نيولي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته