نړۍ

روسيې ته د امريکا د لوى درستيز خبردارى

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر
د امريکا يو لوړرتبه پوځي مقام روسيې ته خبردارى ورکړى دى: که چېرې د امريکايي عسکرو د وژلو لپاره افغان طالبانو ته د پيسو د ورکړې په اړه رپوټونه تاييد شي؛ امريکا به ځواب ورکړي.
باختر آژانس د نړيوالو خبري سرچينو له خولې خبر راکړ؛ د امريکا لوى درستيز  ويلي دي: که چېرې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته د روسيې له خوا د پيسو د ورکړې په اړه رپوټونه تاييد شي؛ امريکا به ځواب ورکړي.
د امريکا لوى درستيز جنرال مارک ميلي ويلي دي: دغه اطلاعات تراوسه د دفاعي  استخباراتو سازمانونو له خوا نه دي تاييد شوي، خو هغه ژمنه وکړه: که چېرې  واقعيت ولري؛ امريکا به اقدام وکړي.
لوى درستيز جنرال مارک ميلي او د امريکا دفاع وزير، د امريکا د کانګرس په استماعيه غونډه کې د هغو رپوټونو په اړه چې په کې ادعا شوې ده، روسيې په افغانستان کې د امريکاييانو د وژلو لپاره جګړه مارو طالبانو ته انعام ورکړى دى؛ تر پوښتنې لاندې ونيول شول.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې تېره مياشت په دې اړه چې روسيې د امريکايي او نړيوال ائتلاف د نورو غړو هېوادونو د عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته پيسې ورکړې دي؛  دوه رپوټونه خپاره کړل چې په امريکا او له امريکا څخه بهر يې غبرګونونه راوپارول.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته