فرهنګ

له ملي ګډو فرهنګونو سره بلدتيا، د ملي وحدت په لاره کې يو ګام دى

-کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۵ مه
د هېوادوالو ترمنځ د سولې او پيوستون د رامنځته کولو او د افغانستان د ولايتونو له فرهنګونو سره د خلکو د بلدتيا په باب په هرات ښارکې يو نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون د افغانستان د خلکو ترمنځ د غوره فرهنګونو د تبادلې، د ځوان او زده کړې خاوند نسل له لارې د افغانستان د لرغونو دودونو او رواجونو د ژوندي کولو              او د هېواد د خلکو ترمنځ د يو او بل منلو د فرهنګ د رواجولو په مقصد جوړ شو.
د دغه نندارتون جوړونکي وايي: څرنګه چې افغانستان په سيمه کې د فرهنګي تنوع  ځاله شمېرل کېږي او دغه فرهنګي تنوع د مادي او معنوي مالکيتونو کې د هغه بډاينه څرګندوي، خو د فرهنګي ډولونو د معرفي کولو په لاره کې هيڅ راز اقدام نه دى شوى.
په همدې مناسبت د هرات پوهنتون محصلانو د افغانستان د ٣٤ ولايتونو لپاره فرهنګي  نندارتون جوړ کړى دى .
دغه نندارتون د درېيو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانيستى دى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته