امنیت

په ننګرهارکې طالبانو او داعشیانو ته د سر زیانونه

کابل/باختر/ د چنګاښ٣٠مه
دېرش ډار اچوونکي په ننګرهارکې د پوځیانو په ځمکنیو او هوایي بریدونوکې ووژل شول او لسګونه نوريې ټپیان شول.
پر دغو ډار اچوونکو چې د طالبانو او داعش په ډلو پورې اړوند دي؛ د ننګرهار په شاوخوا او په تېره بیا په کوټ، خوږیاڼیو، چپرهار او مومند درې ولسوالیوکې له تېرې شپې تر نن سهار پورې بریدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د ملی اردو یوه جګپوړی قوماندان باختر آژانس وویل چی په دغو هوایي او ځمکنیو بریدونوکې د طالبانو او داعش ډلو د درېيو قوماندانانو په ګدون ٣٠ ډار اچوونکي ووژل شول او لسګونه نوريې ټپیان شول.
د ملي اردو دغه جګپوړي قوماندان وایي چي په بریدونو کې د ډار اچوونکو شپږ پټنځایونه له ټولو جنګي وسایلو سره یې ويجاړ شول.
د یو بل خبر له مخې: په ننګرهارکې د څو چاودنو مخه ونیول شوه.
دغه راز په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د طالبانو او داعشیانو د جنګي وسايلو څلور زېرمې کشف شوې. دغې زېرمې په اچین، هسکې مینې او چپرهار ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځایونوکې ساتل کېدې.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو یوه چګپوړي قوماندان وویل چې له دغو زېرمو څخه څو سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته